ملګري ملتونه۔ 15 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل استازي امير سعيد ايرواني د نړيوالې ادارې سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ ليكلې ده چې امرېكې د دواړو هېوادونو تر مينځه د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت د لږې نه لږه 42 وارې خلاف ورزي كړې ده۔ د تاس تر مخه چيټۍ كښې وئېلي شوي دي ايران د امرېكې حكومت د اړخه د …
امرېكې د مفاهمت په يادداښت د لاس ليك نه پس 42 وارې د هغې خلاف ورزي كړې٬ د ايران استازي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ٬ د سلامنتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ
ملګري ملتونه۔ 15 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل استازي امير سعيد ايرواني د نړيوالې ادارې سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ ليكلې ده چې امرېكې د دواړو هېوادونو تر مينځه د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت د لږې نه لږه 42 وارې خلاف ورزي كړې ده۔ د تاس تر مخه چيټۍ كښې وئېلي شوي دي ايران د امرېكې حكومت د اړخه د اسلام آباد ايم او يو د واضحه خلاف ورزيو 42 پیښو له دستاوېزي شكل وركړے دے۔ د ايران استازي ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه د مفاهمت يادداښت باندې د لاس ليك كولو نه سمدستي پس او تر ننه امريكا د خپلو وعدو په تر سره كولو كښې پړله پسې ناكامه راغلې او د جارحيت ارتكاب كوي۔ د ايران استازي ووئېل ايران كښې په عامو وګړو او په شهري انفراستركچر په قصد د امريكې بريدونه جنګي جرائم او د انسانيت خلاف دي۔ په فرورۍ كښې امرېكې او اسرائيل د ايران خلاف د جنګ پېل كولو نه پس جون مياشت كښې امرېكې او ايران د لبنان پشمول په ټولو ډګرونو د سمسدتي جنګ بنډۍ لپاره په ايم او يو لاس ليك ګړے ؤ ٬هغې نه پس امريكې او ايران د سوئټزر لېنډ په برګن سټاك ښار كښې د قطر او پاكستان په ثالثۍ كښې خبرې اترې وكړې او بيا د جولائي په وړومبو ورځو كښې امرېكې په ايران د آبنائے هرمز په اړه د لوظ نامې د خلاف ورزۍ تور لګولو سره په ايران په لويه پېمانه بريدونه پېل كړل ۔ په 13 جولائي د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي ووئېل ايران كله هم د امرېكې سره د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت خلاف ورزي نه ده كړې او د دې د تعميل نه كولو ټوله ذمه واري د امرېكې ده












