د آئي اېس پي آر تر سيوري لاندي زده كوونكو لپاره سمر كيمپ  

پينډۍ 15 جولائي  (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) تر سيوري لاندي د پاكستان زده كوونكو لپاره سمر كيمپ 2026  تر سره شو ،آئي اېس پي آر تر مخه په سمر كيمپ 2026  كښې د پاكستان 18 څخه زياتو اسټيشنو څخه 4 زره څخه د زياتو زدكونكو ګډون وكړو ۔د آئي اېس پي آر سمر كيمپ 2026   زده كوونكو كښې د الغزالي …

پينډۍ 15 جولائي  (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) تر سيوري لاندي د پاكستان زده كوونكو لپاره سمر كيمپ 2026  تر سره شو ،آئي اېس پي آر تر مخه په سمر كيمپ 2026  كښې د پاكستان 18 څخه زياتو اسټيشنو څخه 4 زره څخه د زياتو زدكونكو ګډون وكړو ۔د آئي اېس پي آر سمر كيمپ 2026   زده كوونكو كښې د الغزالي يونيورسټي چانسلر مفتي عبدالرحيم سره  د خاص نشست اهتمام وشو ۔چانسلر مفتي عبدالرحيم  زدكونكو ته وينا كښې ووئيل د قرآن و سنت په رڼا كښې  د رياست او پوځ اهميت پيژندل د هر وګړي ذمه واري ده۔ د رياست په ضد بے بنسټه ډنډوره د قامي ګټې په ضد ده، ځوانان دې مستند معلومات ته پام لرنه وكړي۔پاك پوځ ديانت داري، نظم و ضبط، پيشه وره صلاحيت  او هېواد څخه وفاداري د تقليد وړ ده۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد يو پرېكنده جنګ كوي، قامي اتحاد او يووالې د كاميابۍ ضمانت دے۔ده ووئيل خوارج د دين غلطه تشريح كوي او  د مسلمانانو خلاف فتنه و فساد راجوړوي