حکومت په هېودا كښې د سماجي تحفظ نظام لا موثر او جامع كوي۔ وفاقي وزيرسيد عمران احمد شاه

  چيچه وطني 14 جولائي (اے پي پي) د غربت د كمولو او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي  حکومت د وزيراعظم محمد شهباز شريف  وژن له مخې په هېواد كښې د سماجي تحفظ نظام لا موثره او جامع كوي٬ده ووئيل  حکومت د بينظير انکم سپورټ پروګرام(بي آئي ايس پي) پروګرام د  کار دائره لا پراخه كوي دغسې چې زياتو مستحقو كسانو ته سماجي تحفظ …

 

چيچه وطني 14 جولائي (اے پي پي) د غربت د كمولو او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي  حکومت د وزيراعظم محمد شهباز شريف  وژن له مخې په هېواد كښې د سماجي تحفظ نظام لا موثره او جامع كوي٬ده ووئيل  حکومت د بينظير انکم سپورټ پروګرام(بي آئي ايس پي) پروګرام د  کار دائره لا پراخه كوي دغسې چې زياتو مستحقو كسانو ته سماجي تحفظ وركړے شي، ده ووئېل سږ كال بجټ كښې  دې پروګرام له 838 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د نيويارک چيمبر آف سمال بزنس کارپوريشن، امريکا او ساهيوال چيمبر آف کامرس ايند انډسټري د ګډې پلاوي سره وكړې چا چې دوي سره ملاقات كولو ۔ د پلاوي مشري بشپ ابراهام “عظيم ډينيئل” او د نيويارک چيمبر آف سمال بزنس کارپوريشن باني علمدار حسين شاه كوله