اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د پاکستان نيپال لپاره نومولي شوي سفير عامر خان د نهې په ورځ وليدل٬ په دې موقع ده عامر خان له په نوې تقررۍ مباركي وركولو سره د پاكستان او نيپال ترمېنځه د اړيكو لا قوي كولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل تجارت، سېلګري، تعليم او د اولسي روابطو په څانګو …
نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار سره د پاکستان نيپال لپاره نومولي شوي سفير عامر خان وليدل
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د پاکستان نيپال لپاره نومولي شوي سفير عامر خان د نهې په ورځ وليدل٬ په دې موقع ده عامر خان له په نوې تقررۍ مباركي وركولو سره د پاكستان او نيپال ترمېنځه د اړيكو لا قوي كولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل تجارت، سېلګري، تعليم او د اولسي روابطو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو د لارې د دواړو هېوادونو اړيكې لا پراخه كېدې شي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې ده نومولي سفير ته سپارښتنه وكړه چې د نيپال قيادت او کاروباري ورورولۍ سره نزدې اړيكو جوړولو سره د اقتصادي مرستې نوې موقعې ولټوي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د ډائريکټر جنرل (امريکاز) په حېث د عامر خان د خدمات هم ستائنه وكړه او د ده نوو ذمه وارو لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه









