اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي حكومت په خپلواكه، ذمه واره او په قوي پرنټ ميډيا باور لري، د ورځپاڼو صنعت ته د پېښو مسئلو حل لپاره به د اړوندو ډلو سره د مشاورت عمل روان ساتلې شي۔دا خبره ده د نهي په ورځ ملاقات لپاره راغلي د كونسل آف پاكستان نيوز پيپرز ايډيټرز (سي پي اين …
حكومت په خپلواكه، ذمه واره او په قوي پرنټ ميډيا باور لري۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ د سي پي اين اي پلاوي سره خبرې
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي حكومت په خپلواكه، ذمه واره او په قوي پرنټ ميډيا باور لري، د ورځپاڼو صنعت ته د پېښو مسئلو حل لپاره به د اړوندو ډلو سره د مشاورت عمل روان ساتلې شي۔دا خبره ده د نهي په ورځ ملاقات لپاره راغلي د كونسل آف پاكستان نيوز پيپرز ايډيټرز (سي پي اين اي) صدر كاظم خان په مشرۍ كښې پلاوي سره وكړه۔ ملاقات كښې د ورځپاڼي صنعت ته په پېښو مسئلو، آډټ بيورو آف سركوليشنز (اے بي سي) كښې اصلاحات، د نيوز ايجنسيو په بجټ، د ميډيا هاؤسز په واجبات او د ډمي ورځپاڼو پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ وفاقي وزير او د سي پي اين اي عهديدارو د آډټ بيورو آف سركوليشنز (اے پي سي) نظام كښې اصلاحات كولو ته اتفاق وكړو۔ د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ورځپاڼي صنعت ته د پېښو مسئلو حل له به د ټولو اړوندو ډلو سره د مشاورت عمل روان ساتلې شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د اے بي سي نظام د جديد تقاضو له مخې هم آهنګ، موثره او شفاف جوړول د وخت حاجت دے، آډټ بيورو آف سركوليشنز كښې ضروري اصلاحات، د ميډيا هاؤسز د واجبات ادائيګي او د نيوز ايجنسو په اړه چاري به په ترجيحي بنيادونو مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل صحافتي ادارو ته د پېښو مسئلو حل له به هر ممكن مرسته كولې شي۔په دې موقع د سي پي اين اي پلاوي نوې پرنسپل انفارميشن آفيسر رئيسه عادل ته په ذمه وارو سنبھالولو مباركي وركولو سره ووئيل د هغې په مشرۍ كښې به د اطلاعات وزارت او ورځپاڼو صنعت ترمينځه شريكه مرسته لا قوي شي۔پلاوي د موده پوره كونكي پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن خدمات ستائيلو سره د هغه لپاره د نيكو هيلو څركندونه وكړه۔ ملاقات كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيكريټري اشفاق احمد خليل هم موجود ؤ ۔









