پيندۍ 14جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د تركيې صدر رجب طيب اردوان پشمول د اعلیٰ سياسي او عسكري چارواكو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې په بدلو شوو جغرافيائي و سياسي حالات په تناظر كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي تزويراتي شراكت دارۍ لپاره د شريك عزم پخلے وشو۔د نهي په ورځ …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ترك صدر رجب طيب اردوان پشمول اعلیٰ سياسي او عسكري چارواكو سره ملاقاتونه

مزید خبریں
پيندۍ 14جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د تركيې صدر رجب طيب اردوان پشمول د اعلیٰ سياسي او عسكري چارواكو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې په بدلو شوو جغرافيائي و سياسي حالات په تناظر كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي تزويراتي شراكت دارۍ لپاره د شريك عزم پخلے وشو۔د نهي په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) نه جاري شوي بيان له مخې سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات دا مهال د جمهوريه تركيه اعلیٰ پائې په سركاري دوره دے چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي، تزويراتي او دفاعي اړيكي لا مستحكمول دي۔تركيه ته په رسيدو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير تود هركلے وشو كوم چې د پاكستان او تركيې ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔د دورې په مهال فيلډ مارشل د تركيې سياسي او عسكري قيادت سره د اعلیٰ پائې ملاقاتونه وكړل ۔ده د تركيې صدر رجب طيب اردوان او قامي دفاع وزير ياسر ګولر سره ملاقات وكړة چی پكښې د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا او دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دې اعلیٰ پائې ملاقاتونو كښې په بدلو شوو جغرافيائي و سياسي حالات په تناظر كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي تزويراتي شراكت دارۍ لپاره د شريك عزم پخلے وشو۔د تركيې جنرل سټاف هيډكوارټرز كښې فيلډ مارشل ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ۔دې نه پس هغه د تركيې جنرل سټاف مشر جنرل سلچوك بايراكتاراوغلو سره تفصيلي ملاقات وكړو۔په دې موقع د سيمه ايزي سلامتيا په صورتحال، پيشه وره عسكري چارو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع جنرل سلچوك بايراكتاراوغلو فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د پاك-ترك عسكري مرستي په وده كښې په خذمات او د هغه د غير معمولي كردار په اعتراف كښې د تركيه وسله والو ځواكونو امتيازي خدمات تمغه هم وركړه۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير د تركيه پوځ هيډكوارټرز دوره هم وكړه چرته چې د تركيه زمكيز پوځ كمانډر جنرل متين توكيل د هغه هركلے وكړو۔فيلډ مارشل دانيت كبير ته هم لاړو او د جديد ترك باني مصطفیٰ كمال اتاترك په قبر ئې حاضري وكړه،او په قبر ئې د ګلونو څادر غوړولو سره هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع هغه د اتاترك بصيرت افروز قيادت ستائيلو سره د پاكستان او تركيې ترمينځه د قوي تاريخي رابطو پخلے هم وكړو۔ د فيلډ مارشل دا دوره د ورور هېواد د دې كلك عزم عكاسي كوي چې خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته به لا وده وركوو او سيمه كښې امن، استحكام او شريكې سلامتيا لپاره به هڅي رواني ساتلې شي۔










