تل پاتي پرمختيائي هدفونه سر كولو لپاره نړيوال يووالے٬موسمياتي انصاف او مالياتي نظام كښې اصلاحات ضروري دي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

  نيويارك 14 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال تل پاتي پرمختيائي هدفونه سر كولو لپاره نړيوال يووالے٬موسمياتي انصاف او نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات ضروري ګرځولو سره ووئيل پاکستان د خپل قامي بدلون تګلارې تر مخه " اړان پاکستان" د لارې د تل پاتې پرمختګ هدفونه سر كولو عزم لري او د حکومت معاشي اصلاحات په هېواد كښې  د معيشت استحکام او …

 

نيويارك 14 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال تل پاتي پرمختيائي هدفونه سر كولو لپاره نړيوال يووالے٬موسمياتي انصاف او نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات ضروري ګرځولو سره ووئيل پاکستان د خپل قامي بدلون تګلارې تر مخه ” اړان پاکستان” د لارې د تل پاتې پرمختګ هدفونه سر كولو عزم لري او د حکومت معاشي اصلاحات په هېواد كښې  د معيشت استحکام او د سرمايه کارو باور بحالولو كښې مهم كردار لوبولے دے۔ د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې احسن اقبال د ملګرو ملتونو په هيډکوارټرز كښې د تل پاتي پرمختګ په اړه د لوړې كچې سياسي فورم (HLPF) 2026 وزارتي غونډه كښې د پاکستان قامي بيانيه وړاندې كړه او تل پاتي پرمختيائي هدفونه سر كولو لپاره يې نړيوال يووالے٬ موسمياتي انصاف او نړيوال مالياتي نظام كښې د اصلاحات په ضرورت زور راوړو۔ د اقتصادي و سماجي کونسل (ECOSOC) د لوړې كچې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د كال 2030 هدفونه سر كولو ته يوازې پنځه كاله پاتې دي او نړيوال معيشت ته ورمخې ته چېلنجز، موسمياتي آفتونه، جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالے او زياتېدونكې پورونه د تل پاتي پرمختګ هدفونو پلو د پېشرفت مخه نيسي۔ ده ووئيل پاکستان د خپل قامي بدلون فرېم ورك ” اړان پاکستان” د لارې د تل پاتې پرمختګ هدفونه سر كولو عزم لري۔ وفاقي وزير په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي  نړيوال مالياتي نظام موجوده نړيوالو حقائقو سره سمولو او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته تر رعايتي مالي وسائلو بهتر رسنه وركړي، د موسمياتي مالي معاونت  په اړه لوظونه پورا كړي او داسې جديد مالياتي ذريعې معارفي كړي كومې چې د قدرتي آفتونو نه وړاندې د هېوادونو استعداد او لچک مضبوط كړي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د تل پاتي پرمختګ هدفونه سر كول مشترکه نړيواله ذمه واري ده كومو لپاره چې په سمدستي توګه٬ موثره او اجتماعي اقدامات ضروري دي۔

مزید خبریں