د شهيدانو قربانۍ تنخواه يا نورو مراعاتو سره نشي تړلې كېدې، مولانا فضل الرحمان دې د شهيدانو كورنيو او اولس څخه بخښنه وغواړي۔ محمد حنيف عباسي

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د شهيدانو په اړه د مولانا فضل الرحمان بيان د افسوس وړ ګرځولو سره غوښتنه كړې ده چې ھغوي په خپل بيان د شهيدانو كورنيو او اولس څخه بخښنه وغواړي، نن  وطن لپاره د قربانۍ وركوٶنكو شهيدانو او غازيونو كورنيو پشمول 25 کروړه اولس غمژن دے٬ د شهيدانو كومه مقابله يا قېمت نشي ادا كېدې٬ …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د شهيدانو په اړه د مولانا فضل الرحمان بيان د افسوس وړ ګرځولو سره غوښتنه كړې ده چې ھغوي په خپل بيان د شهيدانو كورنيو او اولس څخه بخښنه وغواړي، نن  وطن لپاره د قربانۍ وركوٶنكو شهيدانو او غازيونو كورنيو پشمول 25 کروړه اولس غمژن دے٬ د شهيدانو كومه مقابله يا قېمت نشي ادا كېدې٬ كه د تنخواه يا ټېكس خبره وي نو زه درې چنده زياته تخواه وركولو له چمتو يم څوك خپله د زړه ټوټه شهادت لپاره استولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ محمد حنيف عباسي ووئيل په شهيدانو او غازيانو قام وياړ لري٬ د شهيدانو په قربانيو سياست پكار نه دے۔ ده ووئيلمولانا فضل الرحمان نن هم زمونږ لپاره د احترام وړ شخصيت دے خو د شهيدانو د كورنيو د جذبات احترام د ټول قام ذمه واري ده۔ وفاقي وزير ووئيل  کشمير د پاکستان د ساه رګ دے او کشميري قيادت عمر له پاکستان سره الحاق لپاره هڅې كړې دي۔ ده په قام زور رواړو چې د ترهګرۍ په ضد يو موټے شئ ځكه چې موجوده حالات د ملي وحدت٬ يووالي او د شهيدانو د احترام متقاضي دي

مزید خبریں