روښانه او سوكاله سباؤن د جديد مهارت لرونكو ځوانانو د لارې ممكن دے۔ سردار اياز صادق

  اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د پاكستان 60 فيصده څخه زياته وداني په ځوانانو مشتمل ده لهٰذا هغوي له د جديد دور تقاضو له مخې فني، تكنيكي او پيشه وره مهارت وركول قامي پرمختګ، معاشي استحكام او نړيوال مسابقت لپاره ضروري دے،د نن په ټيكنالوجي ميدان كښې تندۍ سره انقلابي بدلونونه رامخې ته كيږي او هغه قامونه پرمختګ …

 

اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د پاكستان 60 فيصده څخه زياته وداني په ځوانانو مشتمل ده لهٰذا هغوي له د جديد دور تقاضو له مخې فني، تكنيكي او پيشه وره مهارت وركول قامي پرمختګ، معاشي استحكام او نړيوال مسابقت لپاره ضروري دے،د نن په ټيكنالوجي ميدان كښې تندۍ سره انقلابي بدلونونه رامخې ته كيږي او هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې ځوانانو له علم، هنر او جديد ټيكنالوجي وركوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د ځوانانو د مهارت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 15 جولائي د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندي په ټوله نړۍ كښې لمانځلې كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل سږ كال د ځوانانو د پوهي نړيوالي ورځ سرخط شريك سباؤن لپاره پوهه د دې حقيقت عكاسي كوي چې د پائيدار او سوكاله سباؤن جوړونه د جديد مهارت لرونكو ځوانانو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل موجوده دور د مصنوعي ځېركتيا، ډيجيټل ټيكنالوجي، آټوميشن او تخليق دور دے، دې لپاره ځوانانو له په دغه څانګو كښې مهارت ترلاسه كول د وخت مهم حاجت دے دغسې چې د سباؤن د چيلنجونو په مؤثر انداز كښې مقابله وكړې شي۔

مزید خبریں