برسلز ۔14 جولائي (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جاجا كالس وئېلي دي هر څوك په دې خبره متفق دي چې په مغربي غاړه كښې صورتحال واقعي د زغملو وړ نه دے ۔ د العربيه اردو تر مخه هغه تېره ورځ برسلز كښې د يوې غونډې په پېل كښې ووئبل په مغربي غاړه كښې چې څه كېږي هغه په حقيقت كښې دا خبره زياته نا …
مغربي غاړه كښې صورتحال واقعي د زغملو وړ نه دے ٬ اروپائي ائتلاف

مزید خبریں
برسلز ۔14 جولائي (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جاجا كالس وئېلي دي هر څوك په دې خبره متفق دي چې په مغربي غاړه كښې صورتحال واقعي د زغملو وړ نه دے ۔ د العربيه اردو تر مخه هغه تېره ورځ برسلز كښې د يوې غونډې په پېل كښې ووئبل په مغربي غاړه كښې چې څه كېږي هغه په حقيقت كښې دا خبره زياته نا ممكنه كوي چې دوه رياستي عمل كله هم په عمل كښې راشي۔ د اروپائي ائتلاف ګن هېوادونو بشمول د آئرلېنډ ٬ نېدر لېنډز او سپېن د وړاندې نه په مقبوضه فلسطين سيمو كښې په جوړو اسرائيلي آبادكارو بندېزونه لګولي دي ۔ كاجا كالس ووئېل د برسلز د غېر قانوني آبادكارو سره تجارت باندې د بندېز په اړه غړو هېوادونو ګن درخواستونه كړي چې اوس په وركړو ممكنات به غړي هېوادونه زيات زور راوړلے شي۔ د بېلجيئم خارجه وزير ميكسم پرېوټ ووئېل وړاندې كړي ممكنات د وړاندې تللو د حقيقي خواهش په نسبت يوه غور غوښتونكې مسئله ده ٬ مونږ كوټلې وړاندېزونه غواړو۔








