اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ډيجيټل ادائيګو لپاره د کيو آر کوډ كارونكو د فعاله مرچنټس شمېره كښې په يو كال كښې د 300 فيصده په زياتوالي معاشي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي معيشت کيش لېس نظام ته منتقل کولو سره به د تل پاتې معاشي پرمختګ لاره هواره شي او سپېځلتيا به وده ومومي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف …
وزيراعظم ډيجيټل ادائيګو لپاره د کيو آر کوډ كارونكو فعاله مرچنټس شمېره كښې په 300 فيصده زياتوالي معاشي ډلې ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ډيجيټل ادائيګو لپاره د کيو آر کوډ كارونكو د فعاله مرچنټس شمېره كښې په يو كال كښې د 300 فيصده په زياتوالي معاشي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي معيشت کيش لېس نظام ته منتقل کولو سره به د تل پاتې معاشي پرمختګ لاره هواره شي او سپېځلتيا به وده ومومي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د کيش ليس معيشت او ډيجيټل ادائيګو ودې په اړه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، علي پرويز ملك، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سېټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د نادرا چيئرمېن او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د تېر يو كال په مهال د پاکستان معيشت په ډيجيټل ادائيګو اډانه معيشت په کيش ليس بدلولو په پېشرفت د معاشي ډلې د كاركردګۍ ستائنه كړه۔ ده ووئيل د هېواد معيشت د کيش ليس په نظام منتقل كولو سره به د تل پاتې معاشي پرمختګ لاره هواره شي او سپېځلتيا به وده ومومي۔ وزيراعظم ډيجيټل ادائيګو لپاره د کيو آر کوډ كارونكو فعاله مرچنټس په شمېره كښې په 300 فيصده زياتوالي معاشي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده مرچنټس د کيو آر کوډ د لارې ډيجيټل ادائيګو پلو راغب كولو لپاره د خبرتيا كمپائن لا موثره كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د موبائل بينکنګ ايپ استعمالوٶنكو شمېره په يو كال كښې د 9 كروړه 50 لكه نه 13 كروړه 70 ته رسېدل مهمه كاميابي ده۔ ده امر وكړو چې بينك او مالياتي ادارې دې د کيش ليس معيشت په وده كښې بشپړ كردار ولوبوي او بهر هېوادونو څخه راتلونكي ترسيلات زر دې سل فيصده ډيجيټل كړې شي۔ وزيراعظم د بېنظير انکم سپورټ پروګرام ادائيګۍ په ډيجيټل نظام د منتقلۍ اقدام سپېځلېے٬ تند رفتاره او مستحقينو لپاره آسانولو سره وستائيلو۔ په غونډه كښې کيش ليس اکانومي لپاره د اقدامات په پېشرفت بريفنګ وركړے شو چې له مخې ئې د جون كال 2025ء نه تر جون كال 2026ء په ډيجيټل طريقه د ادائيګو تر لاسه كوونكو مرچنټس شمېره د 300 فيصده زياتوالي سره 20 لکه، 3 زره ته ورسېده۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نادرا 99 فيصده ادائيګي ډيجيټائز شوې ده او کيش ادائيګۍ د 71 فيصده نه په كمېدو يو فيصده ته راغلې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د بينظير انکم سپورټ پروګرام يو كروړ صارفينو ته ټولې ادائيګۍ د ډيجيټل والټ د لارې كېږي۔ د بريفننګ په مهال ووئيل شول دا مهال د موبائل بينکنګ ايپ صارفينو شمېره 13 كروړه٬ 70 لكه ده ، د جولائي كال 2025 څخه تر جون كال 2026 په مهال 11.9 اربه ډيجيټل ټرانزيکشن ريکارډ شوے۔ غونډې ته ووئيل شول د تېر كال په مهال د ترسيلات زر 92 فيصده رقوم په ډيجيټل طريقه تر لاسه شوي٬ د کيش ليس اکانومي په حواله د تھرډ پارټي ويليډيشن روان دے او حتمي رپورټ سره سفارشات به تر نومبر 2026 وړاندې كولې شي٬ په بريفنګ كښې ووئيل شول د پاکستان بينکنګ ايسوسي ايشن غړو بېنكونو ته د ډيجيټل ادائيګو پشمول راست نظام ته د ودې وركولو هدفونه وركړې شوې دي








