رام الله ۔ 14 جولائي (اے پي پي) اسرائيلي پوځ په مشرقي بېت المقدس كښې كار له روان يو فلسطينے ځوان د نه اودرېدو په هڅه كولو شهيد كړو۔ عرب نيوز د فلسطين روغتيا وزارت تر مخه ووئېل اسرائيلي پوځ تېره ورځ 30 كلنه فلسطينے ځوان ناصر كعبنه هغه وخت شهيد كړو كله چې هغه د مقبوضه بېت المقدس په مشال مشرق كښې د بېر نباله كلي سره نزدې …
مشرقي بېت المقدس٬ اسرائيلي پوځ كار له روان فلسطينے ځوان شهيد كړو
رام الله ۔ 14 جولائي (اے پي پي) اسرائيلي پوځ په مشرقي بېت المقدس كښې كار له روان يو فلسطينے ځوان د نه اودرېدو په هڅه كولو شهيد كړو۔ عرب نيوز د فلسطين روغتيا وزارت تر مخه ووئېل اسرائيلي پوځ تېره ورځ 30 كلنه فلسطينے ځوان ناصر كعبنه هغه وخت شهيد كړو كله چې هغه د مقبوضه بېت المقدس په مشال مشرق كښې د بېر نباله كلي سره نزدې په ركاوټ د نه اودرېدو هڅه كوله ۔ د مقبوضه بېت المقدس ګورنرېټ د پیښې تصديق كولو سره ووئېل ناصر كعبنه د خپلې كورنۍ كفالت لپاره مقبوضه بېت المقدس كښې خپل ملازمت له د تللو هڅه كوله ۔ د ګورنرېټ مېډيا دفتر تر مخه فلسطينے ځوان په سينه لګېدو څخه شهيد شوے ۔ اسرائيل د 1967 نه قبضه كړې د مغربي غاړې په نزدې 30 لاكهه فلسطنيانو تګ راتګ بېلا بېل بندېزونه لګولې دي۔ د فلسطين روغتيا وزارت شمېرو تر مخه د اكتوبر 2023 نه تر دې دمه مغربي غاړه كښې د اسرائيلي پوځ يا د آبادكارو د لاسه 1087 فلسطنيان شهيدان شوي دي۔












