نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د بنګله دېش وزير ډاکټر اے زيډ ايم زاهد حسين ملاقات

  اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د بنګله دېش د ماشومانو،ميرمنو او سماجي ښېګړې وزير ډاکټر اے زيډ ايم زاهد حسين تيره ورځ ملاقات وکړو ۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير په اسلام آباد كښې د ميرمنو د او آئي سي وزارتي کنفرنس 9مه غونډه …

 

اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د بنګله دېش د ماشومانو،ميرمنو او سماجي ښېګړې وزير ډاکټر اے زيډ ايم زاهد حسين تيره ورځ ملاقات وکړو ۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير په اسلام آباد كښې د ميرمنو د او آئي سي وزارتي کنفرنس 9مه غونډه كښې ګډون لپاره پاکستان ته په راتګ د ډاکټر زاهد حسين هركلے وكړو۔ده په کنفرنس كښې د بنګله دېش ګدون ستائيلو سره د او آئي سي فريم ورك او دې څخه وړاندې د ميرمنو خپلواكه كولو لپاره مرستي ته د ودې وركولو په اړه د پاکستان د كلك عزم پخلے وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير تير كال اګست كښې د ډھاکه خپلې دورې يادګېرنه كولو سره د پاکستان او بنګله ديش ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له د عزم پخلے وكړو او د شريكي خوښې بيلو څانګو كښې مرستي لا پراخه كولو له ئې د پاكستان خوښي رامخې ته كړه۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو تجارت، تعليم، سماجي ښېګړې او د اولسي رابطو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي د ودې په په بيلو چارو د خيالاتو څړګندونه وكړه۔