وينزويلا كښې د زلزلو له امله د مړو شميره 4,561 ته ورسيده

  کراکس 14جولائي  (اے پي پي) وينزويلا كښې په 24 جون د راغلو دوو زلزلو په نتيجه كښې د مرګونوشميره 4,561 ته ورسيده،دغسې 16,740 كسان ژوبل شوي۔شنهوا له مخې د قامي اسمبلۍ صدر خورخے روډريګيز د سماجي رابطې په ويب پاڼه جاري بيان كښې وئيلي دي د ځپليو مرستي لپاره 107 عارضي د پناه ځايونه جوړ شوي،چرته چې دا مهال 20,231 كسان مېشته دي۔ده ووئيل 17,907 كسان اوس هم بے …

 

کراکس 14جولائي  (اے پي پي) وينزويلا كښې په 24 جون د راغلو دوو زلزلو په نتيجه كښې د مرګونوشميره 4,561 ته ورسيده،دغسې 16,740 كسان ژوبل شوي۔شنهوا له مخې د قامي اسمبلۍ صدر خورخے روډريګيز د سماجي رابطې په ويب پاڼه جاري بيان كښې وئيلي دي د ځپليو مرستي لپاره 107 عارضي د پناه ځايونه جوړ شوي،چرته چې دا مهال 20,231 كسان مېشته دي۔ده ووئيل 17,907 كسان اوس هم بے كوره دي٬ دغسې د زلزلو له امله 856 ودانيو ته زيان رسيدلے ۔چارواكو له مخې د مرستي هلو ځلو كښې 30,989 د وينزويلا اهلکار، 30,692 رضاکاران او 2,471 نړيوال مرستندويه کارکنان برخه اخلي۔په 24 جون په وينزويلا كښې  د 7.2 او 7.5 شدت دوو زلزلو راتللو نه پس تر اوسه 1,254 آفټر شاکس ريکارډ کړې شوي دي ۔