صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ  د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون ته مباركي وركړه

  اسلام آباد۔ 14 جولائي (اے پي پي)  صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ د فرانس خپل هم منصب ايمانوئل مېكرون او فرانسوي اولس ته مباركي وركړې ده  ۔ د نهې په ورځ  د ايوان صدر  پرېس ونګ نه جاري ببان تر مخه   خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر آصف علي زرداري ووئېل  پاكستان د فرانس سره  خپلو زړو اړيكو  او ګن اړخيزې همكارۍ ته ډېر …

 

اسلام آباد۔ 14 جولائي (اے پي پي)  صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ د فرانس خپل هم منصب ايمانوئل مېكرون او فرانسوي اولس ته مباركي وركړې ده  ۔ د نهې په ورځ  د ايوان صدر  پرېس ونګ نه جاري ببان تر مخه   خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر آصف علي زرداري ووئېل  پاكستان د فرانس سره  خپلو زړو اړيكو  او ګن اړخيزې همكارۍ ته ډېر اهميت وركوي  كومه چې په شريك اخترام ٬ اقدارو ٬امن٬  په تل پاتي ترقۍ او د نړيوال قانون په نه كمزوري كېدونكې تړون اډاڼه ده۔ صدر مملكت د دې باور څرګندونه وكړه  چې د دواړو هېوادونو تر مينځه  نزدې مرسته   به د شرېكې خوښې په څانګو كښې لا پراختيا ومومي چې ورسره به  دوه اړخيزه  د دوستۍ رشته لا مستحكمه شي  او د دواړو هېوادونو د اولس  خوشحالۍ  او ښېګړې  ته به وده  تر لاسه شي۔ صدر آصف علي زرداري د شريكو اړيكو لا  پراخه كولو او د شرېكې خوښې  په چارو  په زياتره فورمز د مرستې لا زياتولو لپاره د پاكستان د عزم هم پخلے وكړؤ۔