صدر مملكت آصف علي زرداري په ټانك كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرۍ بريد وغندلو

  اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په ټانك كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په بريد كښې د اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونې سره د هغوي لوړو درجو او غم جنو كورنيو زغم لپاره …

 

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په ټانك كښې په پوليس اهلكارو د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په بريد كښې د اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونې سره د هغوي لوړو درجو او غم جنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ده ووئيل پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو اهلكار د هېواد امن لپاره لويې قربانۍ وركوي۔ټول قام هغوي ته سلام كوي۔صدر مملكت ووئيل بهرنۍ سرپرستۍ كښې د پاكستان دښمنه عناصرو ناوړه عزائم به خاورې كولې شي۔