اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټانك وزيرستان په ستره لاره د پوليس په ګاډي د بمي چاودنې غندنې سره په دې كښې د اے ايس آئي پشمول د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په بريد كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړو …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټانك وزيرستان په ستره لاره د پوليس په ګاډي د بمي چاودنې غندنه وكړه
اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټانك وزيرستان په ستره لاره د پوليس په ګاډي د بمي چاودنې غندنې سره په دې كښې د اے ايس آئي پشمول د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په بريد كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړو درجو او غم جنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔وزيراعظم په بلوچستان كښې په آپريشن شعبان كښې د نورو ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو كاروائي وستائېله او د دې عزم څرګندونه يې وكړه چې هېواد څخه د ترهه ګرو تر ختمولو به عمليات روان وي۔وزيراعظم ووئيل قام به د پوليس او امنيتي ځواكونو قربانۍ هېرې نه كړی او د بې ګناه وګړو بدل به اخستلې شي۔










