د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د توان څانګه كښې مرستي لا زياتولو ته اتفاق

  رياض 13 جولائي  (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاکستان پاور سيکټر اعلیٰ پائې پلاوي د سعودي عرب انرجي ورکنګ ګروپ سره مهم ملاقات کړے چې پكښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه پخواني او د قوي اړيكو لا مستحکمولو او د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي له د نوي اړخ وركولو په امکانات په تفصيل …

 

رياض 13 جولائي  (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاکستان پاور سيکټر اعلیٰ پائې پلاوي د سعودي عرب انرجي ورکنګ ګروپ سره مهم ملاقات کړے چې پكښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه پخواني او د قوي اړيكو لا مستحکمولو او د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي له د نوي اړخ وركولو په امکانات په تفصيل سره د خيالاتو څړګندونه وشوه۔د پاور ډويژن وياند له مخې د  انرجي ورکنګ ګروپ غونډه كښې د پاکستان پلاوي د سعودي د توان وزارت معاون وزير انجينئر ناصر القحطاني سره ملاقات وکړو۔په غونډه كښې د سعودي د توان وزارتِ  معاون وزير محمد الابراهيم او د آئل اينډ ګيس نائب وزير ماجد العتيبي هم ګډون كولو۔د ملاقات په مهال د نړيوال توان منتقلي، د توان په څانګه كښې بدل شوي رجحانات او د پاکستان پاور سيکټر كښې په روان اصلاحاتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات  كښې دواړو پلاويو د توان په څانګه كښې نزدې رابطې برقرار ساتلو، د نن شوې خبرې په عملي مرسته بدلولو او د پائيدار اقتصادي پرمختګ ، د توان تحفظ او د نړيوالي مرستي د شريكو اهدافو سر  كولو له په ګډه كار روان ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو هېوادونو يو قوي، جديد او په ټيکنالوجي اډانه د توان سباؤن لپاره د شريك وژن پخلے هم وكړو۔