اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اړخه د پټروليم مصنوعات بيعو د ټاكلو نظام جاج اخستلو لپاره د جوړې كمېتۍ څلورمه غونډه د وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د نړيوالي غوره تګلاري او د موجودہ نړيوال مارکيټ صورتحال جاج واخستلے شو۔په دې موقع وفاقي وزير علي پرويز ملك غونډي ته ووئيل د آبنائے هرمز اوسني بنديز له امله د …
د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعات د بيعو ټاكلو نظام جاج اغستو لپاره د کمېټۍ غونډه
اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اړخه د پټروليم مصنوعات بيعو د ټاكلو نظام جاج اخستلو لپاره د جوړې كمېتۍ څلورمه غونډه د وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د نړيوالي غوره تګلاري او د موجودہ نړيوال مارکيټ صورتحال جاج واخستلے شو۔په دې موقع وفاقي وزير علي پرويز ملك غونډي ته ووئيل د آبنائے هرمز اوسني بنديز له امله د توان منډۍ كښې پيدا شوے غير يقيني صورتحال ترمخه د کمېټۍ ذمه وارۍ نوري هم كمې شوي۔ ده ووئيل د پي اېم جي رپورټ له مخې پاکستان كښې د پټرول بيعي بنګله دېش، سري لنکا او د ترکيې په مقابله كښې كمي دي دغسې هند ته نزدې دي۔ده ووئيل حکومت ريفائنري پاليسي كښې د بدلون تجويز وركړے چې هېواد كښې د ډيزل ځائې پيداوار زيات شي، په درآمدي ډيزل انحصار کم شي او د قامي توان تحفظ لا قوي كړے شي۔په غونډه كښې د پټروليم مصنوعات د بيعو تعين له په بيلو تګلارو غور وشو۔











