د قانوني نظام ډيجټلائزېشن كښې مهم پېشرفت٬ سپريم كورټ د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ ډېجټل كړو

  اسلام آباد۔ 13 جولائي (اے پي پي)  سپرېم كورټ آف پاكستان عدالتي او انتظامي چارو كښې د جديد ټېكنالوجي په كارولو  د انصاف وركولو نظام لا موثر ٬ سپېځلے  او اولس دوسته  جوړولو لپاره د ډيجېټل بدلون  پروګرام كښې مهم ګام اغستے دے  ۔  عدالت  د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ  په كاميابۍ سره ډېجېټلائز كولو يو جامع د ډېجېټل عدالتي نظام بنياد اېښودے دے۔ د سپريم كورټ د اړخه …

 

اسلام آباد۔ 13 جولائي (اے پي پي)  سپرېم كورټ آف پاكستان عدالتي او انتظامي چارو كښې د جديد ټېكنالوجي په كارولو  د انصاف وركولو نظام لا موثر ٬ سپېځلے  او اولس دوسته  جوړولو لپاره د ډيجېټل بدلون  پروګرام كښې مهم ګام اغستے دے  ۔  عدالت  د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ  په كاميابۍ سره ډېجېټلائز كولو يو جامع د ډېجېټل عدالتي نظام بنياد اېښودے دے۔ د سپريم كورټ د اړخه د ګل په ورځ د جاري  اعلاميه تر مخه عدالت د  44 زره 995 ځنډېدونكو مقدمو فائلونه  سرچ اېبل او سي آرمېټ  كښې  سكېن ٬ بار كوډ  ٬ ډېجېټل كېټلاګ او كېس انفارمېشن منېجمنټ سسټم (سي آئې ايم ايس ) سره منسلك كړې دي۔  په دې مهال  د معمول عدالتي كاروائۍ هم روانې وې  او په ډېجېټل كړو مقدمو كښې د 11 زره 999 مقدمو فېصلې اورولې شوي دي۔ ۔ د اعلاميه تر مخه   د سپريم كورټ په تاريخ كښې په وړومبي ځل  ټولې د اورېدو لاندې مقدمې  د معزز ججانو د كمېټۍ  جوړ كړي منظم فرېم ورك لاندې  د اختيار دائرې او نوعيت تر مخه درجه بندي مكمل  كړې شوې ده۔ دې مقدمو لپاره  خاص كېټېګرېشن سېل  د ټولو مقدمو  منظمه درجه بندي وكړه  د كومې څخه چې د مقدمو موثر انتظام ٬ د شمېرو تر مخه منصوبه بندي  ٬ ښه اورېدونكے شېډول  او د عدالتي وسائلو  په ترجيحي بنيادونو وېش به ممكن شي۔