خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د چوكۍ كانديد كيرولڅين روډريګز بركټ ملاقات

  اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديد كيرولين روډريګز بركټ ملاقات كړے۔د ګل په ورځ خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ګڼ اړخيزه مرستې او د ملګرو ملتونو منشور مقاصد او اصولو سره د پاكستان د اوږد مهاله  عزم پخلي كولو سره نړيوالو چارو …

 

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديد كيرولين روډريګز بركټ ملاقات كړے۔د ګل په ورځ خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ګڼ اړخيزه مرستې او د ملګرو ملتونو منشور مقاصد او اصولو سره د پاكستان د اوږد مهاله  عزم پخلي كولو سره نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ څرګندونه وكړه ۔ده د نړيوال قانون او لوظ نامو احترام باوري كولو او په خاص توګه د جمو او كشمير پخوانۍ شخړې او د فلسطين صورتحال په لړ كښې د ملګرو ملتنو سلامتي كونسل په قراردادونو په ديانتدارۍ سره  د عملدرآمد په ضرورت زور راوړو ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د رامخې ته شوو نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره ملګري ملتونه د موجوده تقاضو څخه هم آهنګ كولو او د پرمختګ كوونكو هېوادونو ضروريات په موثر ډول  پوره كولو لپاره د ضروري اقدامات په ضرورت زور راوړو