سخته ګرمي ٬ په اروپا كښې د 10 زرو څخه زيات اضافي مرګونه رېكارډ شول

  برسلز۔13 جولائي (اے پي پي)  د اروپا په مغربي برخه كښې  د جون په آخر كښې  د رېكارډ ماتونكې ګرمۍ په مهال د 10 زرو نه زيات اضافي  مرګونه رېكارډ كړے شول چې پكښې د زياتره عمرونه د 65 كلونو  يا د دې نه زيات وو ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه  د رنځونو د مخ نيوي مركز اروپا ECDC او  د روغتيا نړيوالې ادارې  په مرسته …

 

برسلز۔13 جولائي (اے پي پي)  د اروپا په مغربي برخه كښې  د جون په آخر كښې  د رېكارډ ماتونكې ګرمۍ په مهال د 10 زرو نه زيات اضافي  مرګونه رېكارډ كړے شول چې پكښې د زياتره عمرونه د 65 كلونو  يا د دې نه زيات وو ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه  د رنځونو د مخ نيوي مركز اروپا ECDC او  د روغتيا نړيوالې ادارې  په مرسته جوړ يورو مومو  نېټ ورك  جاري شمېرو كښې وئېلې دي  د 9 زره نه زيات مرګونه  د 65 كالو يا د دې نه د زيات عمر  لرونكو كسانو شوي۔ د ډنمارك د سټېټېز سېرم انسټي ټيوټ چيف فزېشن لاسے ويسټر ګارډ ووئېل  د كال په دې برخه كښې  د اضافي مرګونو رامخې ته كېدل  غېر معمولي او ډېر د اندېښنې وړ دي۔  د پوهانو وېنا ده  د جون په آخر كښې  راغلې دا شديد ګرمي  د بشري هلو ځلو څخه  د پېدا شوي موسمياتي بدلون نه بغېر ممكن نه وه ٬ ځكه چې  د موسمياتي بدلون  له امله هيټ ويوز زياته او ډ ډېر شدت سره راځي۔  دا شمېره د 27  اروپائي هېوادونو  د مرګونو قامي رېكارډ  تر مخه ده او د 22 جون نه تر 28 جون په مهال  د ټولو اضافي مرګونو احاطه كوي چې كله په فراسن ٬ سپېن ٬ برطانيه او نورو هبوادونو كښې  د ګرمي  ډېره زياته وه۔