اسلام آباد 13جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر يوې ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته راورسيد۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ګل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره قطر ته تللے ؤ او د قطر امير د پلار شيخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه ئې د د پاكستان حکومت او پاکستاني اولس د اړخه د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر يوې ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته راورسيد
اسلام آباد 13جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر يوې ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته راورسيد۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ګل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره قطر ته تللے ؤ او د قطر امير د پلار شيخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه ئې د د پاكستان حکومت او پاکستاني اولس د اړخه د قطر قيادت او اولس سره د غمرازۍ او د يووالي څرګندونه وكړه۔پخوانے وزيراعظم محمد نواز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ او نور اعلیٰ چارواكي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔ وزيراعظم د پاکستان لپاره د اروښاد شفقت او ميني ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه د پاکستان د ګڼو يادګاري دورو هم قدر و منزلت سره يادګېرنه وكړه ۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د غيرمتزلزل يووالي پخلي كولو سره دعا اوكړھ چې لوي څښتن دې اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے وركړي۔ده د قطر شاهي كورنۍ او قطر اولس لپاره هم دعا اوكړه چې لويې څښتن دې هغوي له د زغم توفيق وركړي۔ د قطر امير د وزيراعظم محمد شهباز شريف، پخواني وزيراعظم مياں محمد نواز شريف، نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د پاکستاني پلاوي په ذاتي توګه دوحه ته راتللو سره په غمرازۍ كولو مننه وكړه۔












