د بي آئي ايس پي چئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د اېشين ډوېلپمنټ بانك پلاوي ملاقات

  اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی)د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د ګل په ورځ بي آئي ايس پي هيډكوارټرز كښې د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي ملاقات وكړو ۔د بي آئي ايس پي لخوا جاري اعلاميې له مخې په غونډه كښې په انټیګریټډ سوشل پروټیکشن ډویلپمنټ پروګرام ، د دغې د زيات مالي معاونت او د  بي آئي ايس پي صحت او تعليم په …

 

اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی)د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د ګل په ورځ بي آئي ايس پي هيډكوارټرز كښې د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي ملاقات وكړو ۔د بي آئي ايس پي لخوا جاري اعلاميې له مخې په غونډه كښې په انټیګریټډ سوشل پروټیکشن ډویلپمنټ پروګرام ، د دغې د زيات مالي معاونت او د  بي آئي ايس پي صحت او تعليم په اړه مشروط د نغدې مالي مرستې له مخې  د روانو پروژو د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔سينيټر روبينه خالد بي آئي ايس پي سره د آسيائي پرمختيائي بانك شراكتداري او پرله پسې مرسته وستائېله او د دې عزم پخلے يې وكړو چې بي آئي ايس پي سپيځلو ٬په جديد ټېكنالوجۍ اډانه او  د جامع سماجي تحفظ خذمات وركولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي۔په غونډه كښې د پروګرام ډيزائن اينډ مانيټرنګ فريم ورك٬ د ډسبرسمنټ لنكډ انډيكيټرز پروګرام د  ايكشن پلان٬ د تكنيكي معاونت٬ په رپورټنګ تقاضو٬ د كم عمره ماشومانو خوراك په اقدامات او د راتلونكې عملدرآمد په انتظامات د شوي پېشرفت هم جاج واخستلے شو ۔د اے ډي بي پلاوي په پروګرام موثر عملدرآمد كښې د بي آئي ايس پي پېشرفت وستائېلو او د پاكستان سماجي تحفظ نظام لا قوي كولو لپاره ېي  د خپلې تكنيكي او مالي مرسته روانې ساتلو د عزم پخلے وكړو۔اے ډي بي پلاوي كښې منصور علي مسعود (شریك سربراہ مشن و سینئر پراجیکټ آفیسر)، هډو هوټزنګ (سینئر سوشل سیکټر سپیشلسټ، صحت و سماجی تحفظ)، ژن لانګ (شریك سربراہ مشن و پرنسپل سوشل سیکټر اسپیشلسټ)، ډاكټر مختار احمد (ټی اے ټيم ليډر / نېشنل سوشل پروټیکشن اسپیشلسټ) اور نعمان علی (پروګرام امپلیمنټېشن اسپیشلسټ) دغسې بی آئی ایس پی ایډیشنل سیکرټری ډاكټر عصمت نواز او د بی آئی ایس پی ټول ډائریکټر جنرلز ګډون كولو۔