وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره ملاقات، هغه سره د پلار په مړينه لاس نيوه  

  دوحه 13جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره ملاقات کښې  هغه د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه او د اروښاد غوره قیادت، مدبرانه بصیرت او د قطر غیرمعمولی پرمختګ سره سره ئې سيمه كښې امن، استحکام او د پرمختګ ودي لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د وزیراعظم آفس میډيا ونګ د اړخه …

 

دوحه 13جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره ملاقات کښې  هغه د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه او د اروښاد غوره قیادت، مدبرانه بصیرت او د قطر غیرمعمولی پرمختګ سره سره ئې سيمه كښې امن، استحکام او د پرمختګ ودي لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د وزیراعظم آفس میډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د ګل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره قطر ته تللے ؤ او د قطر امیر د پلار شیخ حمد بن خلیفه آل ثانی په مړينه ئې د پاكستان حکومت او پاکستانی اولس د اړخه د قطر قیادت او اولس سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔ پخوانے وزيراعظم   محمد نواز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ او نور اعلیٰ چارواكي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔ وزيراعظم د پاکستان لپاره د اروښاد شفقت او  ميني ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه د پاکستان د ګڼو يادګاري دورو هم د قدر و منزلت يادګېرنه وكړه ۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د غيرمتزلزل يووالي پخلي كولو سره دعا اوكړه چې لوي څښتن دې اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے وركړي۔ده د قطر شاهي كورنۍ او قطر اولس لپاره هم دعا اوكړه چې لويې څښتن دې هغوي له د زغم توفيق وركړي۔ د قطر امير د وزيراعظم محمد شهباز شريف، پخواني وزيراعظم مياں محمد نواز شريف، نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د پاکستاني پلاوي په ذاتي توګه دوحه ته راتللو سره په غمرازۍ ښكاره كولو مننه وكړه او دا جذبه ئې د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د قوي ورورولۍ اړيكو څرګندونه وګرځوله۔