مقبوضه بېت المقدس۔ 13 جولائي (اے پي پي) مقبوضه بېت المقدس كښې د اسرائيل د تنظيم و تعميرات ذېلې كمېټۍ د يوې داسې منصوبې منظوري وركړې ده كومه به چې د فلسطين په ام لېسون مركز كښې نزدې د 450 استوګنو جوړولو لاره هواره كړي ۔ د اطلاعات مركز فلسطين تر مخه د بشري حقونو لپاره د كار كونكې تنظيم ٬٬ عير عميم٬٬ انكشاف كړے دے چې ټوپوډيانامي كمپنۍ …
اسرائيل په مقبوضه بېت المقدس كښې د يهوديانو لپاره د 450 استوګنو جورولو د نوې منصوبې منظوري وركړه
مقبوضه بېت المقدس۔ 13 جولائي (اے پي پي) مقبوضه بېت المقدس كښې د اسرائيل د تنظيم و تعميرات ذېلې كمېټۍ د يوې داسې منصوبې منظوري وركړې ده كومه به چې د فلسطين په ام لېسون مركز كښې نزدې د 450 استوګنو جوړولو لاره هواره كړي ۔ د اطلاعات مركز فلسطين تر مخه د بشري حقونو لپاره د كار كونكې تنظيم ٬٬ عير عميم٬٬ انكشاف كړے دے چې ټوپوډيانامي كمپنۍ دا منصوبه په وړومبي ځل 2022 كښې وړاندې كړې وه خو د دوو كالو نه تر زياتې مودې د ځنډ ښكار وه ځكه چې ذېلې كمېټۍ د دې منصوبې د ختمي منظورۍ نه وړاندې د منصوبې تر ځائے د تلونكې لارې پراخه كولو شرط ایښودے ؤ ۔كمپني د دې شرط تر سره كولو نه قاصر وه ځكه چې هغې ته د اولسي لارو د پراخه كولو منصوبې وړاندې كولو قانوني اختيار تر لاسه نه ؤ كومې چې د هغې په ملكيت كښې نه راتللې۔ د عمېر عميم نه جاري بيان كښې واضحه كرې شوې دا خنډ هله لرې شو چې كله د مقبوضه بېت المقدس قابض بلديه هم په دې منصوبه كښې د وړاندې كونكې په توګه شامله شوه۔دغې اقدام سره په مركزي منصوبه كښې د شاملېدو لاره هواره شوه او د هغې د اندراج په كاروائۍ كښې ولاړ خنډ لرې شو۔ د ام ليسون سيمه د جبل المكبر او صور باهر نومې كليو ترمينځه ده او په دې كښې دا مهال 800 كورونه موجود دي كوم چې يو يا دوه منزله دي۔












