اسلام آباد د 13 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په اسلامي نړۍ زور راوړے چې ميرمني په معاشي توګه خپلواكه كولو لپاره يواځې تر اعلانات محدود پاتي نشئ بلکه عملي او د تل پاتي اقدامات د لارې ميرمنو له د پرمختګ په قامي چوكاټ كښې د موثره کردار ترسره كولو موقعې وركړئ ،ميرمني خپلواكه كول نه يواځې پرمختګ لپاره ضروري دې بلکه دا …
اسلامي نړۍ دې د عملي او تل پاتي اقدامات د لارې ميرمنو له د پرمختګ په قامي چوكاټ كښې د موثره کردار ترسره كولو موقع وركړي۔ د سېنېټ چيئرمېن د او آئي سي وزارتي کنفرنس ته وينا
اسلام آباد د 13 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په اسلامي نړۍ زور راوړے چې ميرمني په معاشي توګه خپلواكه كولو لپاره يواځې تر اعلانات محدود پاتي نشئ بلکه عملي او د تل پاتي اقدامات د لارې ميرمنو له د پرمختګ په قامي چوكاټ كښې د موثره کردار ترسره كولو موقعې وركړئ ،ميرمني خپلواكه كول نه يواځې پرمختګ لپاره ضروري دې بلکه دا د اسلام د بنيادي تعليمات او اجتماعي ذمه وارۍ تقاضا هم ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګل په ورځ د ميرمنو 9م او آئي سي وزارتي کنفرنس ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د او آئي سي غړو هېوادونو ووزيرانو ، استازة، پارليماني غړو او ميلمنو ته پاکستان ته په راتګ هركلې وئيلو سره ووئيل اسلام 14 سوه كاله وړاندې ميرمنو له تعليم، وراثت، جائيداد، د معاشي هلو ځلو او سماجي وقار حقونه وركولو سره هغوي له عزت، مساوات او د انصاف هغه مقام وركړے د كوم چې په نړۍ كښې مثال نه ترلاسه كيږي۔ده ووئيل قرآن مجيد او اسوه رسول اکرم(ص) د ميرمنو احترام، قيادت، علم او د سماجي کردار روښانه نمونې وړاندې كوي۔ده ووئيل ’’پائيدار پرمختګ لپاره د ميرمنو معاشي استحکام‘‘ يواځې د يو کنفرنس سرخط نه بلكه د اسلامي نړۍ د روښانه سباؤن بنياد دے۔ده د مسلمانانو ميرمنو تعليم، تجارت، سائنس، سفارت کارۍ، سياست، سماجي خدمت او قيادت ته بيلو څانګو كښې خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مسلمانانو ميرمنو په هر دور كښې د تهذيبونو تعمير او د ټولنو پرمختګ كښې کليدي کردار ترسره كړے دے۔












