وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د هارورډ کرمسن بزنس مقابله كښې  په نړيوال چیمپئن جوړېدو پاکستاني طالب علم ته مبارکي

  اسلام آباد۔13جولائي  (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري  پاکستاني طالب علم جیانت کمار ته په هارورډ کرمسن بزنس مقابله كښې  په نړيوال چیمپئن جوړېدو مبارکي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس خپل پیغام كښې وړومبۍ مېرمن ووئېل  په دې کامیابۍ طالب علم د پاکستان نامه روښانه كړه  ۔ د کراچي ګرامر سکول  څخه تعلق لرونكې …

 

اسلام آباد۔13جولائي  (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري  پاکستاني طالب علم جیانت کمار ته په هارورډ کرمسن بزنس مقابله كښې  په نړيوال چیمپئن جوړېدو مبارکي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس خپل پیغام كښې وړومبۍ مېرمن ووئېل  په دې کامیابۍ طالب علم د پاکستان نامه روښانه كړه  ۔ د کراچي ګرامر سکول  څخه تعلق لرونكې جیانت کمار د هارورډ کرمسن بزنس مقابله كښې د نړيوال چیمپئن اعزاز تر لاسه كړو كومه چې د نړۍ په معتبرو  پري کالج بزنس مقابلو كښې شمېرلې كېږي ۔د دې مقابلې ججز كښې د فارچیون 500 کمپنیو  اعلیٰ انتظامي عهدیداران شامل وي۔ د ګردې نړۍ د يو زر نه د زياتو ډلو  تر مينځه  دې مقابله كښې كه زياتره ډلې  په څلورو غړو مشتمل وې ، جیانت کمار په يوازې ګدون كولو سره په مقابله كښې کامیابي ترلاسه كړې ده  ۔

مزید خبریں