بنكاك۔13 جولائي (اے پي پي) د تهائي لېنډ په پايه تخت بنكاك كښې د ګل په سهار شراب خانه كښې د اور لګېدو له امله د لږ نه لږ 27 كسان مړه او ګن ژوبل شول۔ د اردو نيوز تر مخه د ريسكيو چارواكو وېنا ده د اور لګېدو پیښه د شپې 12 بجې د ښار شمالي سيمه كښې نالادپر اؤپب كښې رامخې ته شوه ۔ په سوشل مېديا …
د بنكاك په شراب خانه كښې د اور لګېدو له امله 27 كسان مړه شول

مزید خبریں
بنكاك۔13 جولائي (اے پي پي) د تهائي لېنډ په پايه تخت بنكاك كښې د ګل په سهار شراب خانه كښې د اور لګېدو له امله د لږ نه لږ 27 كسان مړه او ګن ژوبل شول۔ د اردو نيوز تر مخه د ريسكيو چارواكو وېنا ده د اور لګېدو پیښه د شپې 12 بجې د ښار شمالي سيمه كښې نالادپر اؤپب كښې رامخې ته شوه ۔ په سوشل مېديا ګردش كونكې وېډيوز كښې ليدلې كېږي چې د پب دننه د اور لمبې دي او د مركزي دروازې نه لوګے خېژي د يرې او ځوګ په عالم كښې خلق د ودانۍ نه بهر د راوتلو هڅې كوي خو په څو لمحو كښې ټول هال د لوګي نه ډك شي۔ تهائي وزيراعظم انوتن چارنويراكول د پیښې ځائے دوره كولو سره مېډيا ته ووئېل په پیښه كښې 27 كسان مړه شوي او ژوبل شوي مختلف روغتونونو ته رسولي شوي دي ۔ د هغه وېنا وه د پیښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كرې شوي دي









