اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د كشمير شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د جموں و كشمير شهيدانو د پاكستان ميني او تحريك آزادۍ لپاره ځانګړي قربانۍ وركړي،كومي به چې عمر له يادې ساتلې شي۔د كشمير د شهيدانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې انجينئر امير مقام ووئيل د كشمير د آزادۍ …
د جموں و كشمير شهيدانو د آزادۍ تحريك لپاره وركړې ځانګړۍ قربانۍ به عمر له يادې ساتلې شي۔انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د كشمير شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د جموں و كشمير شهيدانو د پاكستان ميني او تحريك آزادۍ لپاره ځانګړي قربانۍ وركړي،كومي به چې عمر له يادې ساتلې شي۔د كشمير د شهيدانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې انجينئر امير مقام ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك كښې د شهيدانو كردار د نه هيرولو دے،د هغوي قربانۍ د كشميريانو د عزم و استقلال علامت دي،د هند پوځ د ډوګره پوځ او آر اېس اېس سره په ګډه درې لكهه كشميريان شهيدان كړي،دا قربانۍ د تاريخ برخه ده۔ انجينئر امير مقام ووئيل د كشميري شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي، ان شاء الله د كشميريانو به آزادي نصيب كيږي،پاكستان به په هر حال كښې د خپلو كشميريانو سره ولاړ وي او د هغوي سياسي، سفارتي و اخلاقي مرسته به روانه ساتلې شي۔وفاقي وزير دعا وكړه چې لوي څښتن دې د كشمير شهيدانو له لوړي درجې او كشميريانو له آزادي وركړي









