د كشمير د شهيدانو ورځ مونږ ته د هغه 22 عظيمو شهيدانو د قربانۍ يادګېرنه كوي كومو چې په 1931 كښې د حق، آزادۍ او وقار په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړې ۔ وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد 13 جولائي  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د كشمير د شهيدانو ورځ مونږ ته د هغه 22 عظيمو شهيدانو د قربانو يادګېرنه كوي كومو چې په 1931 كښې د حق، آزادۍ او وقار په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده ۔د هغوي عظيمې قربانۍ د كشميريانو د حوصلې، استقامت او خپلواكۍ حق هلو ځلو روښانه استعاره ده۔د …

 

اسلام آباد 13 جولائي  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د كشمير د شهيدانو ورځ مونږ ته د هغه 22 عظيمو شهيدانو د قربانو يادګېرنه كوي كومو چې په 1931 كښې د حق، آزادۍ او وقار په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده ۔د هغوي عظيمې قربانۍ د كشميريانو د حوصلې، استقامت او خپلواكۍ حق هلو ځلو روښانه استعاره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير د شهيدانو ورځ په موقع په سماجي رابطه ويب سائټ ايكس خپل يو پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د هند په غير قانوني توګه قبضه كري مقبوضه جموں و كشمير كښې روان ظلم، جبر، د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د كشميريانو شناخت ختمولو ټولي هڅي د نړيوال ضمير لپاره يو چيلنج دے۔ دغسې د كشمير اولس عزم نن هم ناقابلِ شكست دے۔ ده ووئېل د كشمير د شهيدانو ورځ په موقع مونږ كشميريانو ته سلام كوو او د دې عزم پخلے كوو چې پاكستان به د هغوي منصفانه هلو ځلو لپاره خپله سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي

مزید خبریں