فلپائن، سمندري طوفان او د پشكال بارانونو له امله د مړو شميره 20 ته ورسيده

  منيلا 13 جولائي  (اے پي پي) فلپائن كښې  د سمندري طوفان  باوي او سوئيلي لويديز كښې د پشكال بارانونو له امله د مړو شميره 20 ته رسېدلې  او 12 كسان بے دركه دي۔ شنهوا د  فلپائن آفس آف سول ډيفنس په اړه ووئيل زياتره كسان د لينډ سلائيډنګ او ډوبېدو له امله مړه شوي دغسې ټول هېواد كښې د سخت موسم له امله نزدې 562,000 كسان ځپلې شوي۔  د …

 

منيلا 13 جولائي  (اے پي پي) فلپائن كښې  د سمندري طوفان  باوي او سوئيلي لويديز كښې د پشكال بارانونو له امله د مړو شميره 20 ته رسېدلې  او 12 كسان بے دركه دي۔ شنهوا د  فلپائن آفس آف سول ډيفنس په اړه ووئيل زياتره كسان د لينډ سلائيډنګ او ډوبېدو له امله مړه شوي دغسې ټول هېواد كښې د سخت موسم له امله نزدې 562,000 كسان ځپلې شوي۔  د فلپائن ايټموسفيرك جيو فزيكل اينډ آسټرونوميكل سروسز ايډمنسټريشن (PAGASA) وئيلي دي سمندري طوفان باوي سوئيلي لويديز كښې شدت پيدا كړے او ځيني سيمو كښې د نورو بارانونو هم امكان دے چې له امله ئې د سېلاب او لينډ سلائيډنګ خطر زيات شوے۔ځپليو سيمو كښې سرچ او ريسكيو ډلي تعينات كړې شوي او د مرستې كارروائي رواني دي۔د فلپائن كوسټ ګارډ  له مخې د خراب موسم له امله په سمندري لارو تګ راتګ هم ځپلے شوے دے ۔

مزید خبریں