اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) پاکستان په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي زياتونكو پېښو ژورې اندېښنې سره نظر ساتلې دے۔ د اتوار په ورځ د خارج دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په منطقه كښې د ټولو ورونړو هېوادونو خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د خپل مضبوط ملاتړ پخلے كوي او په ټولو فريقو زور راوړي چې هغوي دې د تحمل څرګندونه وكړي٬ تاؤ تريخوالي كښی …
د پاكستان منطقه كښې په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي د ژورې اندېښنې څرګندونه
اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) پاکستان په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي زياتونكو پېښو ژورې اندېښنې سره نظر ساتلې دے۔ د اتوار په ورځ د خارج دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په منطقه كښې د ټولو ورونړو هېوادونو خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د خپل مضبوط ملاتړ پخلے كوي او په ټولو فريقو زور راوړي چې هغوي دې د تحمل څرګندونه وكړي٬ تاؤ تريخوالي كښی فوري كمي له دې عملي اقدامات وكړي او د اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاندې دې د خپلو اړوندو لوظونو خيال وساتي۔ پاكستان له خپل اړخه د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې په منطقه كښی تلپاتي امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره د هر ډول ممكنه مرستې كولو عزم لري۔









