د صدر مملكت بنګله دېش كښې د سېلاب د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔12جولائی  (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په بنګله دېش كښې د تباهي خپرونكې سېلاب په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان او لويه كچه رامخې ته شوې تباهۍ د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستان ٬ بنګله دېش حكومت او اولس سره يو برابر ولاړ …

اسلام آباد۔12جولائی  (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په بنګله دېش كښې د تباهي خپرونكې سېلاب په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان او لويه كچه رامخې ته شوې تباهۍ د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستان ٬ بنګله دېش حكومت او اولس سره يو برابر ولاړ دے۔ صدر مملكت د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ده ژوبل شوو له د زر روغتيا ٬ ځپليو له د سلامتيا او خېر ښېګړې دعا وكړه۔