اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ اتوار په ورځ په اېكس د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته د قطر پخواني امير د مړينې خبر په اورېدو زيات خفګان وشو۔ وزیراعظم ووئيل ارواښاد يو ستر لارښود او مدبر سياستدان و ٬ د هغه بصيرت ٬ …
وزيراعظم د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه غمرازي ښكاره كړه
اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ اتوار په ورځ په اېكس د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته د قطر پخواني امير د مړينې خبر په اورېدو زيات خفګان وشو۔ وزیراعظم ووئيل ارواښاد يو ستر لارښود او مدبر سياستدان و ٬ د هغه بصيرت ٬ پوهې او اولسي خذمت سره پېوستون قطر يو جدي ٬ سوكاله او په نړيواله كچه وقار لرونكي رياست كښې بدل كړو۔ خپل وطن او اولسي خېر ښېګړې له د اروښاد خذمات او سيمه ايزو امن ٬ پرمختګ او نړيوالې همكارۍ ته وده وركولو كښی د هغه كردار به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي او دا به راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال وي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستاني اولس ٬ حكومت او خپل اړخ نه زه قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني ٬ آل ثاني كورنۍ ٬ د قطر حكومت او ورور اولس سره د زړه له كومي غمرازي او خواخوږي كوم۔ وزيراعظم ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې پاكستان يووالي سره خپل قطر ورونړو خوېندو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل مونږ د ارواښاد پاكستان سره مينه ٬ شفقت او د پاكستان يو شمېر دورې به تل قدر او احترام سره يادې ساتو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې ٬ شاهي كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔









