پاكستان كښې مېرمنې سياست ٬ پارليمنټ ٬ عدليه ٬ تعليم ٬ كاروبار او نورو څانګو كښې مهم كردار ترسره كوي: وفاقي وزير اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي پاكستان كښې مېرمنې په سياست ٬ پارليمنټ ٬ عدليه ٬ تعليم ٬ كاروبار او نورو څانګو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په آذربائیجان كښې د او آئی سی لېبر سېنټر اېډمنسټرېټو ډویژن مشرې  جلیله اے وردیوفا سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې دوئي د مېرمنو په حقونو ، …

اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي پاكستان كښې مېرمنې په سياست ٬ پارليمنټ ٬ عدليه ٬ تعليم ٬ كاروبار او نورو څانګو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په آذربائیجان كښې د او آئی سی لېبر سېنټر اېډمنسټرېټو ډویژن مشرې  جلیله اے وردیوفا سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې دوئي د مېرمنو په حقونو ، سماجی پرمختګ او شريكې مرستې ته په وده وركولو خبرې وكړې۔ په دې مهال د مېرمنو ځواكمنې جوړولو ٬ سماجي تحفظ٬ صلاحيت سازۍ او د او آئي سي پلېټ فام لاندې شريكو اقداماتو ته ودې وركولو ته خاص پاملرنه وكړې شوه۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل اسلام مېرمنو له وقار ٬ مساوات او بنيادي حقونه وركړې دي٬ د دوئي د حقونو تحفظ او دې ته وده وركول د اسلامي نړۍ اجتماعي ذمه واردي ده۔ پاکستان او او آئی سی لېبر سېنټر د مېرمنو پرمختګ لپاره د مرستې مضبوطولو ٬ د اداره جاتي رابطو زياتولو ،  د تجرباتو تبادلې او د شريكې خوښې په څانګو كښې نزدې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلے وكړو۔