اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په دې موقع د قطر امير شېثخ تميم بن حمد آل ثاني ٬ د قطر حكومت او ورور اولس سره د زړه له …
صدر مملكت د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه غمرازي ښكاره كړه
اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د قطر پخواني امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په دې موقع د قطر امير شېثخ تميم بن حمد آل ثاني ٬ د قطر حكومت او ورور اولس سره د زړه له كومي خواخوږي وكړه۔ ده د ارواښاد د قدر وړ خذماتو او په منطقه كښې امن او همكارۍ ته وده وركولو له د هغه كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر مملكت دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له په جنت الفردوس كښې اعلی مقام او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔











