د مېرمنو په اړه د او آئي سي 9م وزارتي كنفرنس سبا د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې پېل كيږي

اسلام آباد۔11جولائی  (اے پی پی) پاكستان به په 12 او 13 جولائي د مېرمنو په اړه د او آئي سي د 9 مې وزارت كنفرنس كوربتوب كوي په كوم كښې چې 57 غړو هېوادونو څخه وزيران ٬ اعلی سركاري چارواكي او د نوموړو مېرمنو لارښودو په شمول نزدې 190 استازي ګډون كوي۔ د دوه ورځني كنفرنس مقصد د او آئي سي غړو هېوادونو ترمينځه مېرمنې ځواكمنې جوړولو له همكارۍ ته …

اسلام آباد۔11جولائی  (اے پی پی) پاكستان به په 12 او 13 جولائي د مېرمنو په اړه د او آئي سي د 9 مې وزارت كنفرنس كوربتوب كوي په كوم كښې چې 57 غړو هېوادونو څخه وزيران ٬ اعلی سركاري چارواكي او د نوموړو مېرمنو لارښودو په شمول نزدې 190 استازي ګډون كوي۔ د دوه ورځني كنفرنس مقصد د او آئي سي غړو هېوادونو ترمينځه مېرمنې ځواكمنې جوړولو له همكارۍ ته وده وركول ٬ د هغوي سماجي ٬ اقتصادي ٬ سياسي او پېشه ور شموليت زياتول او اسلامي نړۍ كښې د هغوي بشپړ او تلپاتے پرمختګ مخ په وړاندے بوتلل دي۔ د سركاري دستاوېزات له مخې كنفرنس كښې به د فېصله سازۍ په عمل كښې د مېرمنو د مؤثر شموليت زياتولو  او د او آئي سي په تېرو وزارتي كنفرنسو كښې په لوظونو د شوي پېشرفت جاج اغستلې شي۔ دغسې كنفرنس كشی به د غړو هېوادونو ترمينځه د تجرباو او تګلارې په تبادله هم خبرې كيږي۔ دا كنفرنس كال 2021 كښی قاهره كښې شوي د او آئي سي 8 م وزارتي غونډې په تسلسل كښې كيږي۔ د كوربه هېواد په حېث به پاكستان بېلو څانګو كښې مېرمنو لپاره د نورو موقعو پېدا كولو عزم پخلې كوي۔