د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني خبرې

اسلام آباد۔11جولائی  (اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي تېره مياشت جون كښې د امريكا او ايران ترمينځه په اسلام آباد مفاهمتي يادښت دلاس ليك باوجود تاؤ تريخوالي كښې په زياتوالي ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ د خارجه …

اسلام آباد۔11جولائی  (اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي تېره مياشت جون كښې د امريكا او ايران ترمينځه په اسلام آباد مفاهمتي يادښت دلاس ليك باوجود تاؤ تريخوالي كښې په زياتوالي ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې د شخړې يو وارې بيا شدت اختيارول د چا هم په ګټه كښې نه دي او دا منطقه كښې د امن او استحكام هڅو ته زيان رسوي۔ سعودی خارجه وزير  د سفارتي هڅو حوالې سره د مملكت دريځ وړاندے كړو او تاؤ تريخوالي كښې د كمي په اهميت يۍ زور راوړو۔ نائب وزيراعظم د پاكستان ددې موقف پخلے وړو چې ټول فريق دې د زيات تحكمل مظاهره وكړي او د ثالثۍ هڅې كاميابې ٬ سولييزې او په زړه پورې نتيجې ته رسېدو له ضروري وخت او موقعې وركړي۔ دواړو لارښود يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو۔