اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګومل پوهنتون لنډ مهاله وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر نعمت اے بابر ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی د ګومل پوهنتون په سختو مالي ستونزو ٬ پېنشنرز او تنخاګانو لپاره د فنډز په نشتوالي او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل ګومل پوهنتون زمونږ …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګومل پوهنتون لنډ مهاله وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر نعمت اے بابر ملاقات
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګومل پوهنتون لنډ مهاله وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر نعمت اے بابر ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی د ګومل پوهنتون په سختو مالي ستونزو ٬ پېنشنرز او تنخاګانو لپاره د فنډز په نشتوالي او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل ګومل پوهنتون زمونږ د سيمې اثاثه ده ، د پوهنتون مسئلې او ستونزې د افسوس وړ دي او مونږ ټولو له به په ګډه ددې حل كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل په مادر علمي كښې د استاذانو او اهلكارو احترام باوري كول او د هغوي مسئلې حل كول زيات ضروري دي۔ ده د پوهنتون مسئلو حل كولو له د لنډ مهاله وائس چانسلر هڅې وستائلې او د خپل اړخه يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔










