اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د پاكستان او امريكا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت په لوظنامه مذاكرات د روانې مياشتې په 9 او 10 نېټه په واشنګټن كښې وكړې شول۔ په مذاكرات كښې ګډون كوونكي د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي له مخې مذاكرات په زړه پورې چاپیريال كښې وشول په كومو كښې چې دواړو اړخونو د اختلافي چارو په حل كولو او په شريكو نكتو رايې يو كولو له …
د پاكستان او امريكا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت په لوظنامه مذاكرات واشنګټن كښې وكړې وشول
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د پاكستان او امريكا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت په لوظنامه مذاكرات د روانې مياشتې په 9 او 10 نېټه په واشنګټن كښې وكړې شول۔ په مذاكرات كښې ګډون كوونكي د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي له مخې مذاكرات په زړه پورې چاپیريال كښې وشول په كومو كښې چې دواړو اړخونو د اختلافي چارو په حل كولو او په شريكو نكتو رايې يو كولو له پېشرفت وكړو دغسې چې لوظنامې ته زر تر زره حتمي شكل وركړے شي۔ په مذاكرات كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوونكي د تجارت سېكرټري جواد پال مذاكرات مثبت ګرځولو سره ووئيل په خبرو اترو كښې مهم پېشرفت روان دے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوظنامې حوالې سره ښكاره پېشرفت ترلاسه شوے دے۔











