د نائب وزيراعطم اسحاق ډار په مشرۍ كښې پورټ کنېکټیویټی كښې بهترۍ له د لوړې كچې غونډه

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په پورټ کنېکټیویټی كښې بهترۍ له د لوړې كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې د مېري ټائم افيئرز سېكرټري كمېټۍ ته د پاكستان د بندر ځايونو موجوده صورتحال او ددې د كارولو صلاحيت په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ نائب وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان جغرافيائي محل وقوع يوه مهمه اثاثه ده كومې …

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په پورټ کنېکټیویټی كښې بهترۍ له د لوړې كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې د مېري ټائم افيئرز سېكرټري كمېټۍ ته د پاكستان د بندر ځايونو موجوده صورتحال او ددې د كارولو صلاحيت په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ نائب وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان جغرافيائي محل وقوع يوه مهمه اثاثه ده كومې څخه چې بايد بشپړه استفاده وكړې شي۔ په غونډه كښې د بندر ځايونو د رابطې نظام ښه كولو ٬ د آپرېشنل چارو مؤثر كولو ٬ د بېلو ادارو ترمينځه د رابطه كارۍ مضبوطولو ، تجارت او لاجسټکس آسانولو او د صلاحيت عمل په وړاندې بوتللو هم غور وكړے شو۔ په غونډه  كښی د قانون او انصاف وزير ، د بحري چارو وزير ٬ د وزيراعظم د محصولاتو خصوصي مرستيال طارق باجوه ٬ د مېري ټائم سېكرټري ٬ د كراچي پورټ اتھارټي چيئرمېن او د اړوندو ادارو نورو چارواكو ګډون وكړو۔