اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری د منګوليا صدراوکھناګین کھورلسوکھ، حکومت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل دا موقع مونږ ته د منګوليا تاريخ ٬ كلتوري ورثه او د اولس ځانګړې جذبه يادوي۔ ده"نادام فیسټیول" كوم چې روايتي لوبه ده د …
صدر مملكت آصف علي زرداري د منګوليا مشرتابه له په قامي ورځ مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری د منګوليا صدراوکھناګین کھورلسوکھ، حکومت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل دا موقع مونږ ته د منګوليا تاريخ ٬ كلتوري ورثه او د اولس ځانګړې جذبه يادوي۔ ده”نادام فیسټیول” كوم چې روايتي لوبه ده د منګوليا تهذيب او د دغې ځاې د اولس د وياړ وړ علامت وګرځوله۔ صدرمملکت ووئيل پاكستان منګوليا سره په شريك باور ٬ اقدارو او سيمه ايز او ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په همكارۍ اډانه په زړه پورې اړيكې لري۔ ده په تجارت ٬ زراعت ٬ استعداد كار كښې زياتوالې او زياتېدونكې اولسي رابطې د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې د مثبت رجحان عكاس وګرځولو۔ صدر مملكت باور څرګند كړو چې په سباؤن كښی به دا ملګرتيا لا مضبوطه شي۔











