اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې آبادۍ كښې تندۍ سره د زياتوالي له امله په رامخې ته شوې چېلنجونو قابو موندلو له كوټلې منصوبه بندۍ، خبرتيا او د ټولو طبقو شريكو هڅو ته اړتيا ده، د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري ده چې ټولو له يو برابر موقعې وركړې شي او د ځوانانو صلاحيتونه په مثبت ډول وكارولې شي۔ …
آبادۍ كښې تندۍ سره د زياتوالي چېلنج مخنيوي له به كوټلې تګلاره وضعه كول وي: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې آبادۍ كښې تندۍ سره د زياتوالي له امله په رامخې ته شوې چېلنجونو قابو موندلو له كوټلې منصوبه بندۍ، خبرتيا او د ټولو طبقو شريكو هڅو ته اړتيا ده، د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري ده چې ټولو له يو برابر موقعې وركړې شي او د ځوانانو صلاحيتونه په مثبت ډول وكارولې شي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع خپل پيغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 11 جولائي د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې لمانځلې كيږي۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د آبادۍ نړيوالې ورځ لمانځلو مقصد آبادۍ سره د اړوندو چېلنجونو په حقله خبرتيا پيدا كول دي،كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو له به هڅې زياتول او ښه سباؤن لپاره د اجتماعي اقداماتو اهميت به رامخې ته كول وي۔











