اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف آبادۍ سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو له د حكومت او د ټولنې ټولو طبقو شريكې هڅې ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې په آبادۍ كښې د كال 2.55 فیصد اضافه معاشی منصوبه بندۍ، د روزګار موقعې وركولو ، تعلیم، صحت، رهائش، د بنیادی شهری ډھانچې پرمختګ او ماحولياتي پائيدارۍ له د لوے چېلنجونو سبب دے۔ نن د خالي په ورځ د …
آبادۍ سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو له به حكومت او د ټولنې ټول طبقو له په ګډه هڅې كول وي : د وزيراعظم شهباز شريف د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف آبادۍ سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو له د حكومت او د ټولنې ټولو طبقو شريكې هڅې ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې په آبادۍ كښې د كال 2.55 فیصد اضافه معاشی منصوبه بندۍ، د روزګار موقعې وركولو ، تعلیم، صحت، رهائش، د بنیادی شهری ډھانچې پرمختګ او ماحولياتي پائيدارۍ له د لوے چېلنجونو سبب دے۔ نن د خالي په ورځ د لمانځلې كېدونكې د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل پاکستان نن نړۍ سره يو غږ كېدو سره د ذمه وارې منصوبه بندۍ عزم پخلے كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه آبادۍ لپاره مخصوص كړې شوې دا ورځ د آبادۍ اهميت په ډاګه كوي۔ سږ كال دا ورځ’’ د ځوانانو هيلې نن او سباؤن كښې حقيقت كښې بدلول” سرخط لاندې لمانځلې شي كوم چې دا حقيقت په ډاګه كوي چې د سوكاله سباؤن په تشكيل كښې ځوانان مركزي حېثيت لري۔ وزيراعظم ووئيل د آبادۍ اعتبار سره پاكستان د نړۍ 5 مې لوے هېواد دے او د ځوانانو په زړه پورې آبادۍ تناسب سره د نړۍ په مهمو هېوادونو كښې شمېرلې شي۔ د هېواد د مجموعي آبادۍ 65 فيصد څخه زياته برخه 30 كلونو نه په كم عمره وګړو مشتمل ده۔ كومه چې يوه قيمتي قومي سرمايه او د سماجي پرمختګ محرك ده۔ وزيراعظم آبادۍ سره په اړوندو چېلنجو قابو موندلو له د حكومت او د ټولنې د ټولو طبقو شريكې هڅې ضروري ګڼلو سره وويل زما په شمول ټولو وفاقي او صوبائي پارليماني غړو ٬ همكارانو ٬ پوهنتونونو ٬ علماﺀ كرامو ٬ خبريالانو او د ژوندې هرې څانګې سره تعلق لرونكو پوهانو له به په هنګامي بنيادونو د خپلې سماجي ذمه وارۍ احساس كول وي دغسې چې هغوي صنفي مساوات او تلپاتي پرمختګ ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسره كړے شي۔ ده ووئيل كه لوے څښتن ته منظور وي مونږ شريكو هڅو سره يو داسې چاپېريال جوړولې شو چرته چې هر ورګړي ته د روغتيا او روزګار يو برابر موقعې وركړې شي او هغوي يو باوقاره ژوند وكړے شي۔











