سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل ملاقات٬د منطقې په مجموعي وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا كېلاني سره د مسلم ليګ ورلډ ليګ سېكرټري جنرل ډاكټر ابن عبدالكريم العيسٰی په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچې پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل چې پاكستان٬سعودي عرب سره خپلې تاريخي ورورولۍ٬مذهبي او كلتوري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل چې سعودي عرب تل …

 

اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا كېلاني سره د مسلم ليګ ورلډ ليګ سېكرټري جنرل ډاكټر ابن عبدالكريم العيسٰی په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچې پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل چې پاكستان٬سعودي عرب سره خپلې تاريخي ورورولۍ٬مذهبي او كلتوري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل چې سعودي عرب تل په سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې او د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك باور٬ عقيدې او په پخوانۍ مرسته اډانه دي كومې چې وخت تېرېدو سره سره لا قوي كيږي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې سعودي عرب كښې مېشته په لاكهونو پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي پل كردار ادا كوي او د خپل محنت٬صلاحيتونو او خذمات د لارې نه يوازې د سعودي عرب پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي بلكې د پاكستان ښه سفيران هم دي۔ده ووئيل چې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او اقتصادي مرستې پراخا موقعې موجود دي كومې څخه چې به بشپړه استفاده كول وي۔ په دې موقع د مسلم ليګ ورلډ ليګ سېكرټري جنرل ډاكټر ابن عبدالكريم العيسٰی په تود هركلي كولو د سيد يوسف رضا ګېلاني مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د اسلامي نړۍ يو مهم او وقار لرونكې ورور هېواد دے كوم چې تل د اسلامي نړۍ ګټو تحفظ او نړيوال امن وده كښې مثبت كردار ادا كړې۔ډاكټر ابن عبدالكريم العيسٰی وويل چې اوسني ايران-امريكا تاؤ تريخوالي كښې پاكستان موثر او دانشمندانه سفارتي كردار ادا كولو سره دواړو ډلې د مذاكرات ميز ته راوستلې كومه چې پاكستان لپاره يوه لويه سفارتي كاميابي ده۔د مسلم  ورلډ ليګ سېكرټري جنرل ووئيل چې په موجوده نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو له د ټولو هېوادونو ګډې تګلارې ٬قوي نړيوالې مرستې او موثر نړيوال قيادت ته اړتيا ده۔ ملاقات كښې سېنېټر بېرسټر سید علی ظفر، سینیټر بیرسټر حامد خان، سینیټر سیف اے سرور خان نیازی، سینیټر شهادت اعوان، سینیټر هدایت خان، سینیټر عامر ولی الدین چشتی، سینیټر حافظ عبد الکریم، سینیټر الحاج اېم عمر ګورګیج، سینیټر عطا الحق، سینیټر عبدالقادر او د سينيټ چیئرمین  صلاحكار مصباح کھر هم  موجود و۔

مزید خبریں