اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د خارجيانو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي امنيتي ځواكونو ته سلام كولو سره ووئيل د نورو 13 خارجيانو په وژلو د پاك پوځ، اېف سي او بلوچستان پوليس ميړنو ځواكونو مړاني ته سلام كوو او …
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي بلوچستان كښې د خارجيانو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د خارجيانو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي امنيتي ځواكونو ته سلام كولو سره ووئيل د نورو 13 خارجيانو په وژلو د پاك پوځ، اېف سي او بلوچستان پوليس ميړنو ځواكونو مړاني ته سلام كوو او قام د هغوي په مړانه فخر كوي۔محسن نقوي په واضحه ټكو كښې ووئيل بلوچستان كښې د ’’فتنه الهندوستان‘‘ترهه ګرو بشپړه ختمولو له ټول قام يو موټې دې او د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له د خپلو ځواكونو سره ولاړ دې۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې د هېواد امن ته زيان رسونكو عناصرو په ضد كاروائي به تر منطقي انجام رسولې شي۔











