اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ترمينځه اسلام آباد كښې ملاقات وشو،چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د بجلۍ په لوډشيډنګ، ټرپنګ او نورو اولسي مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ګورنر آفس له مخې د ملاقات په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د لوډشيډنګ له امله د رامخې ته شوو اولسي ستونزو …
د ګورنر فېصل كريم كنډي او توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ترمينځه ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ترمينځه اسلام آباد كښې ملاقات وشو،چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د بجلۍ په لوډشيډنګ، ټرپنګ او نورو اولسي مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ګورنر آفس له مخې د ملاقات په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د لوډشيډنګ له امله د رامخې ته شوو اولسي ستونزو ازالې لپاره د بيلو تجويزونو پشمول ډي آئي خان كښې د زياتي ګرمۍ په مهال د بجلۍ زيات لوډشيډنګ، بيا بيا ټرپنګ او دې څخه په پيدا شوي مشكلاتو هم د خيالاتو څركندونه وشوه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ډي آئي خان كښې د واپډا سپرنټنډنګ انجينئر آفس منظورۍ باوجود صارفينو لپاره د بنيادي سهولياتو او ضروري آلاتو په نشتوالي د تشويش څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ډيره اسماعيل خان اېس اي آفس ته دې ضروري آلات وركړې شي۔











