اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې اولس له د روغتيا بنيادي آسانۍ د هغوي تر درشل رسولو ته حكومت خصوصي پاملرنه كوي، بلوچستان كښې چې څه روان دي هغه د حقونو جنګ نه بلكه د هند د اړخه مسلط كړې شوې پراكسي وار دے، ټول قام لوظي دے چې پاكستان كښې امن او سوكالۍ له به …
اولس ته د روغتيا آسانۍ وركولو ته حكومت خصوصي پام لرنه كوي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې اولس له د روغتيا بنيادي آسانۍ د هغوي تر درشل رسولو ته حكومت خصوصي پاملرنه كوي، بلوچستان كښې چې څه روان دي هغه د حقونو جنګ نه بلكه د هند د اړخه مسلط كړې شوې پراكسي وار دے، ټول قام لوظي دے چې پاكستان كښې امن او سوكالۍ له به خپل كردار ترسره كوو۔د جمعې په ورځ پھلګراں كښې د ډيجيټلائزډ هېلتھ سنټر پرانستي دستوري ته وينا كښې ده ووئيل د اسلام آباد 50 فيصده آبادي په كليو مشتمل ده، دلته څخه رنځوران درملني لپاره د ښار لويو روغتونونو ته ځي دغسې د اسلام آباد لويو روغتونونو ته د خېبرپښتونخوا، جهلم، مري او كوټلي ستياں رنځوران هم راځي۔ ده ووئيل وړاندې به پمز ته د ورځي 400 نه تر 500 رنځوران راتلل اوس دغه شميره 8 نه تر 10 زره ته رسېدلې۔ده ووئيل وفاقي حكومت 1163 اربه روپۍ صحت څانګي لپاره بېلې كړي،زمونږ د اسلام آباد 22 بنيادي مركزونه دي چې پكښې زياتره يونټ فعال نه دي،د هغې فنكشنل كول د وخت حاجت دے۔ده ووئيل د روغتيا وزير مصطفیٰ كمال د صحت څانګې لپاره ښه كار كوي،د كوم عزم څركندونه چې هغه كړې كه په هغې عملدرآمد وكړې شي نو نيمي څخه هم كمو روپو كښې به مونږ خپلې آبادۍ ته د روغتيا آساني وركړې شو۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف لوظي دے چې د ريفارمز او پاليسي مېكنګ د لارې به مونږ په ټولو مسئلو قابو ومومو۔











