اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د جوړې كړې شوې اېمرجنسي رسپانس کمېټۍ دوېمه اهمه غونډه د اېن ډي اېم اے په هيډکوارټرز كښې وشوه چې پكښې د كال 2026 پشكال په مهال د ځان او مال او د قامي انفراسټرکچر تحفظ لپاره د كوټلې تګلارې خپلولو عزم پخلې وشو۔ د غونډې مشري وفاقي وزير احسن اقبال د وډيو لنك د لارې …
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اېمرجنسي رسپانس کمېټۍ غونډه٬ د پشكال بارانونو سره په اړونده كوټلې تګلاره اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د جوړې كړې شوې اېمرجنسي رسپانس کمېټۍ دوېمه اهمه غونډه د اېن ډي اېم اے په هيډکوارټرز كښې وشوه چې پكښې د كال 2026 پشكال په مهال د ځان او مال او د قامي انفراسټرکچر تحفظ لپاره د كوټلې تګلارې خپلولو عزم پخلې وشو۔ د غونډې مشري وفاقي وزير احسن اقبال د وډيو لنك د لارې وكړه چې پكښې د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او اړوند وفاقي او د صوبائي ادارو نمائندګانو ګډون كولو۔ د غونډې په مهال ايمرجنسي رسپانس کميټۍ د كال 2026 پشكال موسم لپاره د اړوند ادارو لخوا تر اوسه د شوې تيارو او د هنګامي ردعمل د نظام تفصيلي جاج واخستو۔ په دې موقع د صوبائي ادارو لخوا د پشكال په مهال د ممكنه خطرو مخنيوي او په خاص توګه په شمالي سيمو كښې خوندي سېلګري باوري كولو په اړه په شويو تيارو بريفنګ وركړے شو











